د وينزويلا د حکومت يو سياسي مخالف چې په ولسمشريزو ټاکنو کې د بريا ادعا کوي اسپانيې ته تښتېدلی

د وینزویلا د حکومت سیاسي‌ مخالف ګونزالیز اوروتیا

د وینزویلا د حکومت سیاسي‌ مخالف ګونزالیز اوروتیا (Gonzalez Urrutia) چې ځان د جولای د اته ویشتمې نېټې په ولسمشریزو ټاکنو کې بریالی بولي، اسپانیې ته تښتیدلی دی.

فرانس پریس اژانس لیکلي، چې نوموړی پرون یک‌شنبه مادرید ته رسېدلی او ژمنه یې کړې چې له همغه ځایه به د وینزویلا (د ازادۍ او ډیموکراسۍ) لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

په وینزویلا کې چې د جنوبي امریکا یو هېواد دی، تر وروستیو ولسمشریزو ټاکنو وروسته وضعیت کړکېچن شوی او دغه سیاسي مشر یې په پټه مبارزې پلانولې.

په هغو ټاکنو کې نیکولاس مادورو چې برحاله ولسمشر و، بریالی شوی دی، خو مخالفان یې د هغه بریا نه مني.

د وینزویلا د اپوزیسیون مشرې ماریا کورینا مچادو ویلي، اوروتیا ځکه له وینزویلا جلا وطنه شو چې هلته یې ژوند په خطر کې و.