د جرمني صدراعظم په اوکراین کې د سولې د هڅو غوښتنه کړې

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ

اولاف شولڅ له زي دي اف رسنۍ سره په مرکه کې چې پرون خپره شوې ویلي، اوس یې وخت دی چې د اوسنيو جنګي حالاتو پر ځای سولې ته د رسېدو په اړه بحث وشي.

هغه ویلي دي، د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلينسکي په وروستۍ لیدنه کې په‌دې سلا وو چې د روسیې په ګډون د سولې یو کنفرانس باید جوړ شي.

اولاف شولڅ په کور دننه تر انتخاباتو د مخه له فشارونو سره مخ دی، ځکه د هغه ملاتړو ګوندونو د هغو ګوندونو په وړاندې سختې ماتې خوړلي چې له مسکو سره د ښو اړیکو په لټه کې دي.

د جرمني صدراعظم داسې وخت د اوکراین د سولې لپاره په نویو هڅو ټینګار کړی، چې په اوکراین د روسیې بې درېغه بریدونه لا هم دوام لري.