د پي‌ټي‌ای پلويانو د عمران خان د خوشې کولو غوښتنه وکړه

د پي‌ټي‌ای د پلويانو د يوې اعتراضي غونډې انځور

پاکستان د تحریک انصاف (پي‌ټي‌ای) ګوند پلویانو له اسلام‌اباد سره نژدې په غونډه کې د خپل زنداني رهبر عمران خان د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

دا اعتراضي ناسته په‌داسې وخت کې کېږي، چې مرکزي حکومت بې له اجازې په پلازمېنه کې د لویو غونډو جوړوونکو ته د سزا ورکولو مقرره تصویب کړې ده.

حکومت اسلام‌اباد ته تلونکې لویې لارې په کانټینرونو تړلې دي، خو پي‌ټي‌ای ته له پلازمېنې بهر د دې ناستې اجازه ورکړل شوې وه.

د تحریک انصاف یو سیاستوال حماد اظهر جلسې ته په وینا کې وویل، چې خلک په هېواد کې د "قانون واکمنۍ او د ایین سرلوړۍ" لپاره ورغونډ شوي دي.

عمران خان د دولتي رازونو افشا کولو او د بهرنیو هېوادونو د مشرانو ډالیو خرڅولو په ګډون په یوشمېر قضيو کې د راولپېنډۍ د اډیالې په زندان کې بندي دی.

خو د هغه ګوند وايي، چې د عمران خان پر ضد جوړې شوې قضیې سیاسي دي.