يوشمېر افغان روغتياپالان د روزنې لپاره ايران ته تللي

له ارشيفه د يوشمېر افغان ډاکټرانو انځور

ایراني چارواکو ویلي، چې ۴۰ تنه افغان روغتیاپالان د روزنې لپاره ایران ته ورغلي دي.

تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، تمه ده دا افغان روغتیاپالان، ډاکتران او نرسان د یوې میاشتې په مخه د بېړنیو مراقبتونو یا ای‌سي‌یو په برخه کې روزنې ترلاسه کړي.

د بیان پر اساس د ایران روغتیا سکتور د طالبانو د حکومت په غوښتنه د افغان روغتیاپالانو روزنه ترسره کوي.