د نښتې له امله د خوست ځاځي ميدان ولسوالۍ ډېری خلک نورو سيمو ته کډه شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د خوست ولايت موقعيت

د خوست د ځاځي میدان ولسوالۍ د سرحدي سیمو خلکو ویلي، چې د جګړې له ویرې اکثر خلکو کډې کړي دي.

د سیمې دوو اوسېدونکو د یک‌شنبې ناوخته د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته ویلي، د پاکستان د راکټي بریدونو په پایله کې تر دې دمه لږ تر لږه اته ولسي خلک څه ناڅه ژوبل شوي او یو طالب عسکر وژل شوی دی.

له څو ورځو د طالب سرحدي ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ په ځاځي میدان سیمه کې نښتې کېږي.

که څه هم چارواکو د شنبې په ورځ د نښتو د درېدو خبر ورکړی و، خو د سیمې ځینو خلکو ازادي راډیو ته ویلي، چې وقفه‌يي جنګ روان دی.

د طالبانو امنیتي او دفاعي چارواکو لا رسماً د ځاځي میدان د جګړې په ارتباط څه نه‌دي ویلي.

رسنیو راپور ورکړی چې، د طالبانو او پاکستاني پوله‌ساتو ترمنځ نښتې هغه وخت رامنځته شوي، چې طالبانو غوښتل دوه پوستې جوړې کړي او پاکستانیانو یې مخه نیوله.