کرزی: احمدشاه مسعود تل د خلکو منځ کې موجود و

پخوانی جهادي قومندان احمدشاه مسعود ۲۳ کاله مخکې د تخار په خواجه بهاالدین کې د القاعده د دوو جنګیاليو له خوا چې ځانونه یې خبریالان معرفي کړي وو، ووژل شو.

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي چې احمدشاه مسعود تل د خلکو په منځ کې موجود و.

کرزي دا خبره د یکشنبې په ورځ د سنبلې ۱۸مه د پخواني جهادي قومندان احمدشاه مسعود د مړینې د تلین په مناسبت په ټولنیزه شبکه ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې وکړه.

هغه مسعود يو افغان وطنپال بللی او زیاته کړې يې ده چې د افغانستان د ازادۍ لپاره يې پرله پسې مبارزه کړې ده.

نن د مسعود د مړینې ۲۳مه کلیزه ده.

هغه چې له طالبانو سره په جګړه بوخت و، د تخار ولایت په خواجه بهاالدین ولسوالۍ کې د القاعده دوو جنګیاليو له خوا چې ځانونه یې خبریالان معرفي کړي وو، ووژل شو.