په بریتانیا کې د افغانستان سفارت: سفارت د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۷مه تړل کېږي

په لندن کې د افغانستان سفارت

په بریتانیا کې د افغانستان سفارت پر خپله ایکسپاڼه یا پخوانې ټویټر کې لیکلي چې د بریتانیا د رسمي غوښتنې سره سم به په دې هېواد کې د افغانستان سفارت د ۲۰۲۴م کال د سپټمبر په ۲۷مه نېټه په رسمي ډول وتړل شي.

تر دې مخکې په بریتانیا کې د افغانستان په سفارت کې د قونسلي چارو یوه مسوول چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي٬ ازادي راډيو ته ورته خبره کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په بریتانیا کې د افغانستان له سفارته څو موده مخکې غوښتي وو چې د یادې ډلې د بهرنیو چارو وزارت سره تعامل وکړي، خو دوی دا کار ونه کړ.

طالبانو هم د دې سفارت قونسلي خدمات باطل وبلل.

سرچینې ازادي راډيو ته زیاته کړې چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د سفارت چارې به د طالبانو استازو ته نه سپارل کېږي، بلکې دوی به د سفارت دروازې تړلې وساتي.

د سرچینې په وینا، دغه وزارت د افغانستان د سفارت کارکوونکو ته ۹۰ ورځې وخت ورکړی چې له بریتانیا ووځي او یا هم په دغه هېواد کې پاتې شي.

دا دویم افغان سفارت دی چې په لوېدیځو هېوادونو کې تړل کېږي.

تر دې مخکې امریکا په واشنګټن کې د افغانستان سفارت تړلی و.