طالبانو په غور کې درې ښځې او څلور نارینه په درو وهلي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د غور ولایت موقعیت

طالبانو په غور ولایت کې درې ښځې او څلور نارینه په عام محضر کې په درو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې د شنبې په ورځ پر خپلې ایکس‌پاڼې یا پخواني ټویټر په یوې خپرې کړې خبرپاڼې کې ویلي چې درېو ښځو ته "له کوره د تېښتې" او څلورو نارینه‌وو ته د "زنا" په تور دا سزا ورکړل شوې ده.

د طالبانو د حکومت د سترې محکمې خبرپاڼه زیاتوي چې نارینه یې هر یو ۳۹ درې وهلي او دوه یې په درې او دوه نور هغه یې په څلور کلونو بند هم محکوم کړي.

"له کوره په تېښته" تورنو ښځو څخه هم یوې ته یې ۳۹ درې او یو کال بند سزا ورکړل شوې او دوه نور یې په ۲۹ درو او څلور میاشتنې بند محکومې کړې دي.

د بشري حقونو نړیوالو سازمانو په وار وار د طالبانو له‌خوا په عام محضر پر خلکو د سزاګانو پلي کول غندلي او دا یې خلکو د بشري حقونو پر خلاف بللي، خو طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې پر خلکو په عام محضر کې د سزاګانو پلي کولو ته دوام ورکړی دی.