اسراييلي رسنيو د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د حکومت پر ضد د لويو لاريونونو خبر ورکړی او ویلي چې لاريون کوونکو د غزې په تړانګه کې د پاتې يرغمل شويو کسانو د خوشې کېدو لپاره د سمدستي جوړجاړي غوښتنه کړې ده.
دا لاریونونه تېر ماښام وشول چې د اسراييل پر جنوبي سيمه د حماس د افراطي ډلې د بريد د ۱۱مې میاشتې له پوره کېدو سره برابره وه.
حماس، چې امریکا او اروپايي اتحادیه یې تروریستي ډله ګڼي، د تېر کال د اکټوبر په اتمه نېټه پر اسراییل برید وکړ.
د لاریون تنظیموونکو په تلابیب کې د لاریونوالو شمېر شاوخوا ۵۰۰زره اټکل کړی، خو د ښار پولیسو د لاریون د برخوالو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي.
د تلابیب، بیت المقدس او کرمیګات په ګډون په ځینو ښارونو کې په مظاهرو کې د یرغمل شویو کسانو د کورنیو غړو ویناوې وکړې.
په همدې حال کې د تلابیب پولیسو د یو شمېر لاریونوالو له لوري د یوې لویې لارې د بندولو هڅې ته په اشارې ویلي چې پنځه تنه یې په دې تړاو نیولي دي.