کرزي په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې او له طالبانو یې غوښتي چې په ټول هېواد کې د واکسین د کمپاین د تطبیق لپاره ښه شرایط برابر کړي.

حامد کرزي پرون شنبې په یوه پیغام کې، چې پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر یې خپور کړ، یوځل بیا په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه وکړه.

ده په هېواد کې له بې‌وزلۍ، ناروغۍ او نورو ننګونو سره د مبارزې لپاره د تعلیمي موسسو پر اړتیا، چې نجونې هم په‌کې شاملې وي، ټینګار وکړ.

پخواني ولسمشر د سواد او پوهاوي ټیټه کچه په هېواد کې د روغتیايي ستونزو لوی علتونه په ګوته کړل.

ده د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه بېرته پرانېزي ځکه چې دا پر دغو ستونزو د لاسبري لور ته مهم ګام دی.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم په کې د پولیو ویروس محوه شوی نه دی.