د خوست سرحدي سیمه کې د طالب او پاکستانيو ځواکونو ترمنځ بیا ځلي نښته؛ طالبان: څلور کسان ټپیان شوي

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډيورنډ پر کرښه پاکستانی سرتېری

د راپورونو له مخې، د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او د پاکستان سرحدي ځواکونو نښته پرون بیا پیل شوه.

پژواک خبري آژانس او طلوع نیوز خصوصي تلوېزیون د سیمه‌ییزو سرچینو په حواله خبر ورکوي دا نښتې چې له سپکو او درنو وسلو په کې کار اخیستل شوی، پرون مازدیګر پیل شوې او د شپې تر ناوخته پورې روانې وې.

د طالبانو په دفاع وزارت کې یوې سرچینې ځینو کورنیو رسنیو سره خبرو کې د څلورو افغانانو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ هم په دې سیمه کې د دواړو لوریو ترمنخ نښته شوې وه.

هغه مهال د پاکستان یوه پوځي د نوم نه ښودلو په شرط ازادۍ راډیو ته وویل چې نښته د طالبانو له‌خوا د یوې امنیتي پوستې د جوړولو پرسر وشوه.