لاریونوالو د حماس له منګولو د برمته اسراییلیانو د خوشې کېدو په موخه د موافقې غوښتنه وکړه

په تل‌ابیب کې د لسګونه زره کسانو د لاریون یوه څنډه

په لسګونو زره کسانو پرون په تل‌ابیب او د اسراییل په نورو ښارونو کې د لاریون پر مهال د داسې موافقې غوښتنه وکړه چې د حماس له بنده د پاتې سلو یرغمل شویو د خلاصون سبب شي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

حماس او د فلسطینیانو نورو افراطي ډلو د اکټوبر میاشتې پر ۷مه پر اسرائیل په ناڅاپي حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ نور یرغمل کړل چې دا موضوع په غزه کې د جګړې د پیل سبب شوه.

اسراییل وايي، له حماس ډلې سره لا هم ۱۰۱ کسان یرغمل دي، خو دا معلومه نه ده چې د دوی له ډلې څو کسان لا ژوندي دي.

په همدې حال کې له څو میاشتو د پاتې یرغمل شویو د خلاصون لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو، مصر او قطر په منځګړیتوب غیرمستقیمې مذاکرې روانې دي.