د خوست په سرحدي سیمه کې یوځل بیا د طالبانو او پاکستانيو ځواکونو ترمنځ نښته پیل شوې

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډيورنډ پر کرښه پاکستانی سرتېری

د راپورنو پر بنسټ٬ د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې یوځل بیا د طالبانو او پاکستانيو پوله ساتو ترمنځ نښته پیل شوې چې لا هم روانه ده.

د افغانستان د کورنیو رسنیو د راپورونو پر بنسټ، نښته نن مازدیګر څلور بجې پیل شوې ده.

د سرچینو په خبره، په نښته کې له درنو وسلو کار اخیستل کېږي.

تراوسه د دواړو خواوو ترمنځ د نښتې اصلي علت او د نښتې له کبله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه جزییات نه شته.

طالبانو او پاکستاني چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

له دې وړاندې د تېرې چهارشنبې په ورځ د دواړو خواوو ترمنځ په همدې سیمه کې نښته شوې وه.

د خیبرپښتونخوا یوه پوځي افسر د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته ویلي وو، نښته د شپې اته بجې پیل او د سهار ۴ بجې پای ته رسېدلې وه.

د دې پوځي په خبره، نښته د طالبانو او پاکستانيو پوله ساتو ترمنځ په تربلکې سیمه کې د طالبانو له خوا د یوې امنیتي پوستې د جوړېدو پر سر راپور ته شوې وه.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې دا څوم ځل دی چې طالبان له پاکستاني پوله ساتو سره په سرحدي سیمو کې دا ډول نښته کوي.