یو پاکستانی وګړی په امریکا کې د حملې په تور نیول شوی

ارشیف: په کاناډا کې پولیس د عملیاتو پر مهال

یو پاکستانی چې په کاناډا کې اوسي، تورن شوی چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په ملاتړ یې د امریکا په نیویارک ښارکې یوه حمله پلان کړې وه.

د امریکا عدلیې وزارت په یوه بیان کې ویلي چې دا کس محمد شاه زیب خان نومېږي او په شاه زیب جدون مشهوره دی.

شل کلن محمد شاه زیب خان تورن شوی چې د اکټوبر په اوومه یا د اکټوبر په ۱۱مه د نیویارک په بروکلین کې چې ډېر یهودان په‌کې ژوند کوي، حمله وکړي.

د اکټوبر اوومه هغه نېټه ده چې کال مخکې حماس وسله‌والې ډلې چې واشنګټن او اروپایي ټولنه یې د ترهګرې ډلې په توګه پېژني، د اسراییل دننه شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او نږدې۲۵۰ کسان یې برمته کړل.

د اکټوبر ۱۱مه بیا د "یوم‌کیپور" په نوم د یهودانو یوه مذهبي ورځ ده.

رویټرز اژانس د کاناډا د پولیسو په وینا خبر ورکوي چې شاه زیب خان د چهارشنبې په ورځ د مونټریال په جنوب کې د کیوبیک په ارمس ټاون کې ونیول شو او د سپټمبر په ۱۳مه به دی په مونټریال کې محکمې ته حاضر شي.

د امریکا د متحد ایالتونو لوی څارنوال میریک ګارلینډ د جمعې په ورځ په خپاره کړي بیان کې وویل چې شاه زیب خان دا نیت درلود چې ډېر یهودان یوځای ووژني.

د امریکا د متحد ایالتونو لوی څارنوال میریک ګارلینډ

ګارلینډ د کاناډا له پولیسو مننه وکړه چې دا ترهګر یې نیولی دی.

د راپورونو له مخې، شاه زیب خان د استخباراتو دوو افسرانو ته دا خبره له خولې وتلې وه چې د دې برید پلان لري او غواړي چې د امریکا په متحده‌ایالتونو کې د اسلامي دولت ډلې د ملاتړ یو یوه څانګه هم جوړه کړي.

شاه زیب خان د استخباراتو له غړیو غوښتي وو چې "اې ار" ډوله ټوپک او مهمات ورته چمتو کړي او د برید ځایونه مشخص کړي.

اسوشېټېډپرېس اژانس د امریکایي چارواکو په وینا څرګندوي چې شاه زیب خان د پروسږ کال په نومبر کې د اسلامي دولت ډلې وېډیوګانې انلاین خپرې کړې او د دې ډلې ملاتړ یې په یو لړ پيغامونو کې کړی دی.

تراوسه دا څرګنده نه ده چې شاه زیب خان په کاناډا کې مدافع وکیل لري که نه لري او ایا کاناډا به دی د امریکا متحد ایالتونو ته د محاکمې لپاره وسپاري که نه.