نيويارک کې د يهودانو پر يوه مرکز د بريد پلان؛ په تور يې يو پاکستانی نيول شوی

د امريکا پوليس

یو پاکستانی تبعه چې په کاناډا کې اوسي، تورن شوی چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په ملاتړ یې د امریکا په نیویارک ښار کې یوه حمله پلان کړې وه.

د امریکا عدلیې وزارت پرون جمعه په یوه بیان کې تورن کس ۲۰ کلن محمد شاهذیب خان یاد کړی او هغه تورن شوی، چې د اکتوبر په اوومه یا وړاندې، وروسته یې د یهودانو پر یوه مرکز د ډله‌‌ییزې وژنې پلان جوړکړی و.

پر دې نېټې پر اسراییل د حماس د پراخ برید چې له زرو زیات اسراییلیان په‌کې ووژل شول، یو کال پوره کېږي.

د امریکا متحده‌ایالات او اروپایي ټولنه حماس د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني.

د امریکا لوی څارنوال میریک ګارلینډ Merrick Garland وویل، شاهذیب خان نیت کړی و چې د اسلامي دولت ډلې لپاره هرڅومره زیات یهودان چې کېدای شي ووژني.

نوموړي چې هڅه کوله له کاناډا متحده‌ایالتونو ته لاړ شي، د سپټمبر په څلورمه د امریکا سرحد ته له رسېدو سره سم ونیول شو.

هغه د قانون د تنفیذ دوو پټو افسرانو ته ویلي و، چې پلان لري د یوه برید لپاره د اسلامي دولت د ملاتړو یوه ریښتینې څانګه ایجاد کړي.