کرکټ؛ د نیوزیلنډ پر وړاندې ټېسټ سیالۍ ته افغان لوبډله اعلان شوه

د نیوزیلنډ پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ سیالۍ ته اعلان شوې د افغان لوبډلې نوملړ

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې نن جمعه د سپټمبر میاشتې په ۶مه نېټه د نیوزیلنډ پر وړاندې یوازېنۍ ټېسټ سیالۍ ته خپله ۱۶کسیزه لوبډله اعلان کړه.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او نیوزیلنډ ترمنځ دغه ټېسټ سیالي د سپټمبر میاشتې په نهمه نېټه پیل او تر ۱۳مې نېټې دوام وکړي.

د افغانستان په اعلان شوې لوبډله کې حشمت‌الله شهیدي (لوبډلمشر)، ابراهیم ځدراڼ، رحمت شاه، عبدالمالک، ریاض حسن، افسر ځاځی، اکرام علي‌خیل، بهیر شاه محبوب، شاهدالله کمال، عظمت‌الله عمرزی، شمس‌الرحمن، ضیاالرحمن اکبر، قیس احمد، خلیل احمد، ظاهرخان او نجات مسعود شامل دي.

افغان کرکټ بورډ ویلي وو چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې یې یوې شل کسیزې لوبډلې د هندوستان په ګریټر نویډا کې تمریناتي کمپ پیل کړی چې له ډلې یې یما عرب، فرید ملک، ګلبدین نایب او نوید ځدراڼ له ۱۶ کسیزې لوبډلې کېنول شول.