جاپان د افغانستان په نهو ولایتونو کې ۱۶۵ ښوونځي جوړوي

د جاپان بیرغ

د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د جاپان سفیر وایي، هېواد یې په پام کې لري چې د افغانستان په نهو ولایتونو کې ۱۶۵ لومړني ښوونځي جوړ کړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، د جاپان سفیر تاکایوشي کورومایا دغه ژمنه په کابل کې د طالبانو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې کړې ده.

په دې اړه چې دغه لومړني ښوونځي به په کومو ولایتونو کې جوړېږي او یا د نجونو منځني ښوونځي هم په‌کې شامل دي او که‌نه، څه نه‌دي ویل شوي.

خو جاپان له افغانستان سره په تعلیمي برخه کې د مرستې دغه ژمنه داسې مهال کوي چې پرون پنجشنبې د افغانستان په ګرمسیرو سیمو کې نوی تعلمي کال پیل شو، خو بیا هم له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته له تګ څخه محرومې شوي.