نوید ځدران د ټپونو له امله د نیوزیلنډ پر وړاندې له ټېسټ لوبې بهر شو

د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړی نويد ځدران.

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د خبر پر اساس د ملي لوبډلې چټک توپ اچونکی نوید ځدران د ټپونو له امله د نیوزیلنډ پر وړاندې د یوازینۍ ټېسټ لوبې له لوبډلې بهر شو.

کرکټ بورډ د جمعې په ورځ د سپټمبر په ۶مه نېټه په یوه خبر کې ویلي دي، نوید ځدران د بدن د ښي لوري د پوښتیو په برخه کې ټپي شوی دی چې د اړوندو ډاکټرانو له لوري له لوبو منع شوی دی.

د بورډ په خبره، نوید ځدران تر درملنې لاندې دی، ترڅو د سویلي افریقا پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ته ورغیږي.

د ویلو ده چې د افغانستان او نیوزیلنډ د کرکټ ملي لوبډلې اوس‌مهال د هندوستان په ګریټرنویډا لوبغالي کې په تمریناتو بوخت دي او د روانې میاشتې په ۹مه نېټه به یوازینۍ ټېسټ لوبه پیل کړي.

کرکټ بورډ تر دې دمه د یادې ټېسټ سیالۍ لپاره خپله ۱۵کسیزه لوبډله نه‌ده اعلان کړې.