د بشري حقونو د څار سازمان له جرمني افغانستان ته د ۲۸افغانان پر ډيپورټ اندېښنه ښودلې

جرمني ۲۸افغانان د قطر په يوه تياره کې د کابل هوايي ډګر ته ولېږدول.

د بشري حقونو د څار سازمان يا هیومان ‌رایټس‌ واچ د جرمني په وروستي اقدام چې افغانستان ته په ډله‌ییزه توګه یې یوشمېر افغان کډوال بېرته استولي، اندېښنه ښودلې.

هیومان رایټس واچ پرون پنج‌شنبې په یوه بیان کې د جرمني پر دې اقدام انتقاد کړی او ویلي یې دي، چې دې هېواد په‌دې کار سره په افغانستان کې پر روان بحران او د بشري حقونو په ناوړه وضعیت سترګې پټې کړې دي.

د بشري حقونو دې ډلې د جرمني حکومت ته ویلي، هیڅوک په افغانستان کې خوندي نه‌دی او هیڅوک باید بېرته دې هېواد ته وانه‌ستول شي.

د جرمني حکومت تېره اوونۍ د جمعې په ورځ ۲۸ افغانان چې د هغه هېواد د چارواکو په وینا په‌دې هېواد کې يې مختلف جرمونه ترسره کړي وو، په یوې چارټر الوتکه کې کابل ته ولېږدول.

دا د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې لومړی ځل دی چې جرمني په ډله‌‌ییزه توګه يوه ډله افغانان بېرته افغانستان ته لېږي.

جرمني دغه اقدام وروسته له هغې کوي چې په می میاشت کې د جرمني په منهایم ښار کې د یوه افغان له‌خوا د چړې د ګوزاونو په پېښه کې چې څو تنه ټپیان شوي و او یوه ټپي پولیس وروسته په روغتون کې ساه ورکړه، له‌دې هېواده د افغانانو په ګډون د مجرمینو کډوالو د ایستلو په اړه بحثونه ډېر تاوده شوي دي.