ريچارد بېنيټ د افغانستان د بشري وضعيت په اړه له بېلابېلو لوريو سره خبرې کړي

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ريچارد بېنيټ

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ريچارد بېنيټ وایي، د ملګروملتو د بشري حقونو راتلونکې غونډې ته سترګې په لاره دی.

ټاکل شوې ده چې دا غونډه د دوشنبې په ورځ جوړه شي او په‌کې د افغانستان د بشري حقونو اوسنی وضعیت و ارزول شي.

ریچارډ بېنيټ د ملګروملتونو د راتلونکې غونډې په اړه په خپله ایکس‌پاڼه کې پرون ناوخته ولیکل.

نوموړي زیاته کړه چې د ترکیې او قطر له سفرونو راګرځېدلی دی او په انقره او دوحه کې یې له یوشمېر افغان ښځو او نارینه‌و سره د پخوانیو ډیپلوماتانو او د پوهنتونونو د استادانو په شمول د افغانستان د بشري وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

د ملګروملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ دفتر د افغانستان اوسنی بشري وضعیت ته ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

دې ادارې د سپتمبر په درېیمه د افغانستان پر بشري وضعیت یو راپور ورکړی و او تمه ده چې د دوشنبې د ورځې غونډې ته دا راپور وړاندې شي.