د مصر د وسلهوالو ځواکونو ویاند وايي، د دغه هېواد لوی درستیز، احمد خلیفه پرون په ناڅاپي ډول د غزې پر سرحد، روان امنیتي وضعیت و ارزاوه.
د پوځ په یوه خپره کړې ویډیو کې ښکاري چې خلیفه د رفح دروازې د مصر په اړخ کې له خپلو سرتېرو سره خبرې کوي.
د مصر لوی درستیز په خپلو خبرو کې ټینګار کړی، چې د مصر د وسلهوالو ځواکونو عمده ماموریت د مصر د سرحدونو خوندیتوب دی.
دا سفر داسې وخت کېږي، چې د اسرايیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو په وروستیو کې ویلي، چې اسرايیل به د فیلادلفيا دهلېز له کنټروله لاس پر سر نهشي.
دا د مصر او غزې تړانګې ترمنځ د ۱۴ کیلومترو په اوږدوالي پرته کرښه ده.
مصر چې له قطر او د امریکا له متحدهایالتونو سره یوځای هڅه کوي د اسرايیل او د حماس ډلې د مشرانو ترمنځ د سولې منځګړیتوب وکړي، په وار- وار د رفح سرحدي دروازې په اوږدو او فیلادلفیا دهلېز کې د اسرايیل له پوځي حضور سره مخالفت کړی دی.
د امریکا متحدهایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله، یو ترویستي سازمان ګڼي.