امنيت شورا: د تروريزم ټولې بڼې افغانستان او نړۍ ته يو ګواښ دی

د امنيت شورا تالار

د ملګروملتونو امنیت شورا په کابل کې د تېرې دوشنبې حمله، تروریستي پېښه ګڼلې او په کلکو ټکو یې غندلې ده.

د امنیت شورا د تېر ماښام د خپرې کړې خبرپاڼې له‌مخې دغه حمله چې د داعش ډلې له‌خوا شوې له کبله یې ګڼو کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

د امنیت شورا غړو هېوادونو په‌دې اعلامیه کې ټینګار کړی، چې د ټروریزم ټولې بڼې، د افغانستان او نړۍ د سولې او امن په وړاندې تر ټولو جدي ګواښ دی.

تر دې مخکې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنیت په کابل کې دغه ځانمرګی برید غندلی و او ویلې يې وو، هيڅ شی دا برید نه‌‌شي توجيه کولای.

دغه ځانمرګى بريد د دوشنبې په ورځ د لويې څارنوالۍ د پخوانۍ ودانۍ مخې ته چې اوس دغه ځاى د طالبانو د حکومت د مشر د حکمونو او فرمانونو د تعقيب رياست په نوم يادېږي، د کارکونکو د رخصتۍ پر مهال وشو.

طالبانو پېښه کې د ۶ کسانو د مړینې او ۱۳ د ټپي کېدو خبر ورکړی، خو ځینو راپورونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۶ ښودل شوی دی.

د اسلامي‌ دولت ډلې یا داعش د خراسان ولایت څانګې د برید پړه منلې ده.