جرمني کې پوليسو سره د ډزو په تبادله کې يو کس وژل شوی

جرمني کې له شوې پېښې وروسته د پوليسو يو انځور

د جرمني د مونشن پولیسو نن په‌دې ښار کې یو وسله‌وال کس یوه موزیم او د اسراییل قونسلګرۍ ته نژدې د ډزو په تبادله کې وواژه.

د اسوشیتید پرس خبري اژانس د راپور له‌مخې د جرمني د پولیسو یوه ویاند اندریاس فرانکین خبریالانو ته وویل، نن سهار شاوخوا نهه بجې د ښار په مرکزي برخه کې یو کس چې یو توپک ورسره و، پولیس پرې خبر شول چې وروسته د ډزو په تبادله کې هغه ټپي او د پېښې په ځای کې مړ شو.

د هغه په خبره، د دې هیڅ شواهد نه‌شته چې په‌دې پېښه کې دې بل چاته زیان اوښتی وي.

د دغه کس د هویت او د انګېزې په اړه یې جزیات نه‌‌دي ورکړل شوي.

دا پېښه داسې مهال شوې، چې نن د ۱۹۷۲ کال د مونشن د المپیک په سیالیو کې د اسراییل په پلاوي د فلسطیني سخت‌دریځو د حملې ۵۲مه کلیزه ده.

په‌دې پېښه کې د اسراییل د ټیم یوولس غړي، د هغه وخت د لوېدیځ جرمني د پولیسو یو افسر او پنځه برید کونکي وژل شوي وو.

تر اوسه نه‌ده څرګنده چې نننی پېښه له هغې پېښې سره تړاو لري که نه؟