د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغانستان د بشري حقونو وضعیت ډېر د اندېښنې وړ وباله

ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر اړمنې مېرمنې

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د لوی کمېشنرۍ دفتر وایي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې ناوړه اقتصادي وضعیت او بشري اړتیاوو د دې هېواد وګړي نور هم بې‌وزله او ناامنه کړي، په دې هېواد کې د بشري حقونو وضعیت لا هم ډېر د اندېښنې وړ دی.

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په دې راپور کې ویل شوي چې ښځې او نجونې له سختو محدودیتونو سره مخ شوي، مدني فضا او د رسنیو ازادي په جدي توګه محدوده شوې او د قانون حاکمیت او د بشري حقونو بنسټیزه ساتنه له نړیوالو نورمونو ډېره شاته پاتې ده.

دغه راپور داسې مهال خپرېږي چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا راتلونکې اوونۍ د سپټمبر په نهمه په ۵۷مه غونډه کې په افغانستان کې د بشري حقونو روان وضعیت وارزوي.

د افغانستان لپاره د دې شورا له‌خوا ټاکل شوي ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ چې طالبانو پرې افغانستان ته د سفر بندیز لګولی، سیمې ته په وروستي سفر کې په ترکیه او قطر کې د افغانانو په ګډون له یو شمېر لورو سره په افغانستان کې د بشري حقونو د روان وضعیت په اړه خبرې کړې دي.