د خوست په ځاځي میدان کې د طالبانو او پاکستانیو ځواکونو جګړه پای ته رسیدلې

پر ډیورنډ کرښه یو پاکستانی سرتېری د پیرې پر مهال

د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د طالبانو د حکومت او پاکستان د سرحدي ځواکونو جګړه پای ته رسیدلې ده.

د خیبر پښتونخوا په کورمه ضلعه کې د پولیسو یوه چارواکي وویل، جګړه تېر ماخوستن اته بجې پيل او د شپې تر ۱۲ بجو یې دوام وکړ.

د دغې سرچینې په باور، دا جګړه د دواړو هېوادونو ترمنځ په تربلګې سیمه کې د افغانستان د طالبانو له‌خوا په سرحدي سیمه کې د یوې پوستې د جوړولو پر سر شوې ده.

د پاکستاني پولیسو دغې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نوم نه یادوه، ویلي چې د دوی لوري ته دوه پوله ساتي سطحي ټپیان شوي دي.

د طالبانو حکومت تراوسه پر پېښه رسمي تبصره نه ده کړې او دې خوا ته د اوښتې احتمالي مرګ‌ژوبلې معلومات هم لا نه‌شته.

د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې څو ځله د دوی سرحدي ځواکونه د پاکستان له پولیسو سره په ډیورند کرښه باندې ډزې تبادله کړي او یو بل ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.