مدیترانه کې د کډالو کښتۍ ډوبه شوې؛ د شاوخوا ۲۰ کسانو د تري تم کېدو اټکل شوی

ارشیف: د بېلابېلو هېوادونو کډوال په داسې لاریو هڅه کوي څو اروپايي هېوادونو ته لاړ شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو ادارې یا "یواین‌ایچ‌سي‌آر" او د ایټالیا ساحلي ځواکونو پرون وویل چې داسې اټکل کېږي چې شاوخوا ۲۰ کډوال په مدیترانه کې د یوې کښتۍ له ډوبېدو وروسته تري تم شوي دي.

ایټالیايي ژغورونکو ویلي چې اووه کډوال یې چې د سوریې دي، ژغورلي دي.

"یواین‌ایچ‌سي‌آر" د دې ژغورل شویو کډوالو روغتیایي وضعیت نازک ښودلی دی.

د اسوشېټېډپرېس اژانس د راپور له مخې، د دې کډوالو بېړۍ د لامپدوسا ټاپو له سواحلو څه باندې لس کیلومتره لرې ډوبه شوې ده.

د مدیترانې له لارې اروپا ته د کډوالو د اوښتو هڅې ډیر کله له خطره خالي نه وي، د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو د ادارو په وینا، سږ کال په دې اوبو کې تر اوسه ۱۰۴۷ کسان مړه شي او تېر کال تر ۲۵۰۰ ډېر کډوال د مدیترانې اوبو یووړل.