د خوست په ځاځي میدان کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه شوې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د خوست ولایت موقعیت

د خوست په ځاځي میدان کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه شوې ده.

ځايي سرچینې وايي چې د ماسخوتن شاوخوا اته بجې د خوست ولایت د ځاځي میدان په سرحدي ولسوالۍ د پلوڅې په سیمه کې جګړه پیل شوه.

د دوی په وینا، جګړه کرښې ته څېرمه د افغانستان لور ته د طالبانو د پوله ساتو له‌خوا د یوې نوې پوستې د جوړېدو پر سر رامنځته شوې او دواړو لوریو په یو بل د سپکو او درنو وسلو ډزې کړي دي.

ځايي سرچینې زیاتوي چې د جګړې له نږدې سیمو څخه پلوڅې او سيټوان څخه ګڼې کورنۍ خوندي ځایونو په ځانګړې ډول د ولسوالۍ مرکز ته لېږدولي دي.

په روانه جګړه کې دواړو لورو ته د ممکنه اوښتو مالي او ځاني زیانونو په اړه تر اوسه دقیق معلومات نه دې ورکړل شوي.