د نجونو له ګډون پرته د افغانستان په ګرمسیرو سیمو کې نوی تعلیمي کال پيلېږي

ارشیف: د افغانستان ختیځ کې د نجونو د یوه ښوونځي ټولګی

د افغانستان په ګرمسیرو سیمو کې نن د وږې ۱۵مه نوی تعلیمي کال پيلېږي.

په کندهار، هلمند، نیمروز، فراه، لغمان، کونړ او ننګرهار کې به نن هلکان ښوونځیو ته ځي، خو تر شپږم ټولګي ورپورته نجونو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې خپلو زده‌کړو ته ادامه ورکړي.

وروسته تر دې چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست کې کابل ونیوه، تر شپږم ټولګي ورپورته یې د نجونو ښوونځي بند کړل بیا یې نږدې کال وروسته د پوهنتون دروازې د دوی پرمخ وتړلې.

د ملګرو ملتونو د یونسکو ادارې په وینا، سږ کال یو میلیون او ۴۰۰زره افغان نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو پاتې شوي دي.