ننګرهار کې ترافیکي پېښه؛ د یوې کورنۍ پنځه کسان مړه شوي

ارشیف

په ننګرهار کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله پنځه کسان مړه شوي دي.

یو شمېر کورنیو رسنیو د ننګرهار لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ د ویاند عبدالبصیر زابلي له قوله خبر ورکړی چې ویلې یې دي، دا پېښه نن چهارشنبې له غرمې مخکې د دې ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې د یوه مسافر وړونکي او یوه باروړونکي موټر د ټکر له امله شوې ده.

د زابلي په خبره، د پېښې ټول قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي.

د دغې ترافیکي پېښې د لامل په اړه نور جزییات نه‌دي ورکړل شوي، خو معمولاً د موټر چلوونکو بې احتیاطي، ترافیکي اصولو ته نه پاملرنه او د لارو خرابوالی په افغانستان کې د ترافیکي پېښو مهم لاملونه بلل کېږي.