ملګري ملتونه: په غزه کې د پولیو د واکسین کمپاین ښه په مخ روان دی

په غزه کې د پولیو واکسین له کمپاینه یو انځور

د فلسطینیانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وایي، په غزې تړانګه کې تر پنځو کلونو ښکته ماشومانو ته د پولیو د واکسین کمپاین ښه په مخ روان دی.

دغې ادارې بیا په غزه کې د بشري ناورین د کمښت او د ۱۱ میاشتنۍ جګړې د پای ته رسېدو لپاره د اوربند غوښتنه کړې ده.

یادې ادارې نن چهارشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ واکسین په درېیو ورځو کې شاوخوا ۱۸۷زره ماشومان په مرکزي غزه کې واکسین شوي دي.

ټاکل شوې دغه کمپاین د غزې نورو سیمو ته هم وغځېږي.

دا کمپاین وروسته تر هغه پيل شو چې تېره میاشت د پولیو ویروس په یوه نوي زېږېدلي ماشوم کې کشف شو او دا له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې په غزه کې د پولیو لومړنۍ پېښه ده.

پولیو چې یوه ویروسي ناروغي ده اوس پر غزې سربېره، یوازې افغانستان او پاکستان کې پاته ده او نوره نړۍ کې پېښې نه‌شته.