فوټسال؛ افغانستان نیوزیلنډ ته ماتې ورکړه

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د لویو وچو جام په پیل شویو سیالیو کې نیوزیلنډ ته ۵ـ۱ ماتې ورکړه.

د فوټبال فدراسیون د خبر پر اساس، یاده سیالي نن چهارشنبه د سپټمبر په ۴مه نېټه د کابل پر وخت تر غرمې وروسته ۲:۰۰ بجې په ټایلینډ هېواد کې پیل شوې وه چې د لوبې د ټاکلي وخت تر پای ته رسېدو سره افغانستان په لوی تفاوت دغه سیالي وګټله.

دا د لویو وچو جام په روانو سیالیو کې د افغانستان دویمه بریا ده چې په لومړۍ لوبه کې یې ګواټیمالا ته ماتې ورکړې وه او دویمه سیالي یې کوېټ ته بایللې وه.

په نننۍ سیالۍ کې افغان لوبډلې د لوبې په لومړۍ نیمايي کې یوازې یو ګول وهلی، خو د لوبې په دویمې نیمايي کې ۴ ګولونه ووهل.

ټاکل شوې ده چې افغانستان به د راتلونکې جمعې په ورځ خپله وروستۍ سیالي له کوربه ټایلینډ سره ترسره کړي چې د ګټلو په صورت کې یې د لویو وچو جام سیالیو د اتلولیو د ګټلو چانس هم لري.

د ویلو ده چې یادې سیالۍ د فوټسال نړیوال جام د تیاریو په موخه پیل شوي چې لس ورځې وروسته به د ازبکستان په کوربتوب سره پیل شي.