ريچارد بېنيټ: کابل کې د دوشنبې د ورځې د بريد تر شا کسان بايد محاکمه شي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ريچارډ بېنيټ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپورتر ریچارد بېنیټ په کابل کې د وړمې ورځې ځانمرګی برید غندلی او ویلې يې دي، هیڅ شی دا برید نه‌شي توجیه کولای.

بېنیټ نن سهار وختي پر خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر ویلي، هغه کسان چې د برید تر شا دي باید تر بشپړو څېړنو او شفافې محکمې له‌مخې عدالت ته راويستل شي.

دغه ځانمرګى بريد د دوشنبې په ورځ د لويې څارنوالۍ د پخوانۍ ودانۍ مخې ته چې اوس دغه ځاى د طالبانو د حکومت د مشر د حکمونو او فرمانونو د تعقيب رياست په نوم يادېږي، د کارکونکو د رخصتۍ پر مهال شوى.

طالبانو پېښه کې د ۶ کسانو د مړینې او ۱۳ د ټپي کېدو خبر ورکړی دی، خو ځینو راپورونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۶ ښودل شوی دی.

د اسلامي‌ دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې د برید پړه منلې ده.