د ملګروملتونو عمومي منشي د افغانستان لپاره جورجيت ګنيون د مرستيال استازې په توګه ټاکلې

ډيپلوماته جورجیت ګنیون

د ملګروملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرش کاناډایۍ ډيپلوماته جورجیت ګنیون (Georgette Gagnon) د افغانستان لپاره د مرستیالې استازې په توګه ټاکلې ده.

ملګروملتونو نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، مېرمن ګنیون به په افغانستان کې د دوی د مرستیال استازي، جرمن ډيپلومات مارکس پوتزل ځای ناستې شي.

ملګروملتونو ویلي، چې نوې ټاکل شوې استازې یې د سولې ټینګولو د ملاتړ، د بشري حقونو په برخه کې د ستراتېژیکو نوښتونو د رهبرۍ او د جګړې او له جګړې وروسته وضعیت په اقداماتو کې ۲۸ کلنه کاري تجربه لري.

نوموړې له ۲۰۲۱ کال را په‌دې خوا په لیبیا کې د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیاله استازې پاتې شوې ده.

ملګروملتونو د افغانستان د سیاسي ماموریت یا یوناما د رهبرۍ په جوړښت کې دغه بدلون وروسته تر هغه اعلان کړی، چې طالبانو تېره میاشت کابل ته د بشري حقونو په برخه کې د ملګروملتونو د ځانګړي راپورتر ریچارد بېنیټ پر سفر بندیز ولګاوه.

بېنیټ ویلي، دی به له لرې واټنه د خپلو چینلونو له لارې په افغانستان کې د بشري حقونو ارزونې ته دوام ورکړي.