په تل‌ابیب کې تېره شپه هم پراخ اعتراضونه شوي

اسراييل کې د اعتراضونو يو انځور

معترضانو د درېیمې پرله‌پسې ورځې لپاره د مظاهرو له لارې غوښتل د اسراییل پر حکومت فشار راوړي څو په غزه کې د اوربند او د پاتې اسراییلي برمته‌و د خوشې کولو موافقه ومني.

دا اعتراضونه وروسته له هغه پیل شول چې د اسراییلو پوځ وویل، شپږ تنه برمته هغه مهال ووژل شول، چې سرتېري یې په غزه کې د هغوی د ساتنې ځای ته د نژدې کېدو په حال کې وو.

ډېری اسراییلیان پر صدراعظم بنیامین نتنیاهو تور لګوي چې د ده د اقداماتو په نتیجه کې د وژل شویو برمته‌و شمېر زیات شوی دی.

خلک د اوربند او د پاتې برمته‌و د خوشې کېدو لپاره د موافقې غوښتنه کوي.

له بلې خوا متحده‌ایالات له نورو منځګړو مصر او قطر سره د اوربند او برمته‌و د خوشې کېدو پر نوې طرحې د کار خبر ورکوي او د ملګروملتو امنیت شورا په پام کې لري چې نن د غزې د جګړې په اړه خبرې وکړي.