د حماس ډله او مشر يې په تروريستي حملو کې په لاس لرلو تورن شول

د حماس مشر یحیا سینوار

د هغو قضايي اسنادو له‌مخې چې پرون خپاره شول، متحده‌ایالتونو د حماس ډلې مشران د تروریستي حملو په څو مواردو تورن کړي دي.

حماس ډله مخکې له‌دې هم د امریکا او اروپايي ټولنې له‌خوا د تروریستي ډلې په توګه پېژندل شوې.

د امریکا لوی څارنوال میریک ګارلنډ ویلي دي، د حماس مشر یحیا سینوار او د دې ډلې د سیاسي برخې مشر اسماعیل هانیه چې په تېره جولای میاشت کې په تهران کې ووژل شو، د هغو تروریستي حملو لپاره د موادو د برابرولو لپاره په پلان جوړولو تورن شوي، چې خلک یې وژلي دي.

ښاغلي ګارلنډ زیاته کړه چې دا سند د هغو هڅو یوه برخه ده چې هدف یې د حماس ډلې د عملیاتو د بېلابېلو اړخونو په نښه کول دي.

د ګارلنډ په وینا سنوار او د حماس ډلې نور مشران د اکتوبر د اوومې د حملې په ګډون د تېرو څو لسیزو په تاوتریخوالي کې په لاس لرلو تورن دي.

حماس ډلې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د اسراییلو پر جنوب برید وکړ.

په‌دې برید کې نژدې ۱۲۰۰ اسراییلیان چې ډېری ملکي وګړي وو، ووژل شول او ۲۵۰ نور برمته شول.

د غزې په تړانګه د اسراییلو د تېرو ۱۱ میاشتو په ځوابي حملو کې بیا لسګونه زره فلسطینیان ووژل شول.