د پنجشېر له کانونو استخراج شوې قيمتې ډبرې د دواطلبۍ له لارې وپلورل شوې

ارشيف

د پنجشېر ولایت له کانونو څخه استخراج شوې قیمتي ډبرې بیا د دواطلبۍ له لارې وپلورل شوې.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس د راپور له‌‌مخې د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ريیس مولوي محمد قاسم امیري پرون سه‌شنبې دې اژانس ته وویل، د دغه ولایت له کانونو د تازه استخراج شویو زمردو دوه زره او ۶۰۴ قیراطه زمرد چې ۳۳۵ زره او ۵۰۰ ډالره ارزښت یې درلود، د داوطلبۍ له لارې د کانونو د څارنې کمېټې د سیمه‌ییزو چارواکو او سوداګرو په حضور کې وپلورل شول.

تر دې وړاندې هم د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو د دواطلبۍ له لارې د پنجشېر د قیمتي ډبرو د پلور راپورونه ورکړي و.

طالبان چې د نړیوالو له اقتصادي بندیزونو سره مخ دي، د خپلې درې کلنې واکمنۍ په ترڅ کې د افغانستان له کانونو څخه د زیاتو عوایدو د ترلاسه کولو لپاره هڅې زیاتې کړې دي.