په پاکستان کې د امريکا سفير له اسحاق ډار سره د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کړي

يو شمېر افغان کډوال

په اسلام‌اباد کې د امریکا سفیر ډونالډ بلوم د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار سره د افغان کډوالو او پنا غوښتونکو پر خوندیتوب خبرې کړې دي.

پاکستاني رسنیو په اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت د ویاند جانتن لیلي په حواله ویلي، چې دواړو چارواکو پرون سه‌شنبه د خپل ملاقات پر مهال پر دغې او یوشمېر نورو مسلو خبرې وکړې.

خبر کې دا جزیات نه‌شته چې د امریکا سفیر له پاکستانه د افغان کډوالو په برخه کې د څه ډول خوندیتوب او تعهد غوښتنه کړې، خو پاکستان کې ګڼ‌شمېر افغان کډوال د اخراج له ګواښ سره مخامخ دي.

شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو مرکزي وزیر محسن نقوي د د ملګروملتونو له یو پلاوي سره په ملاقات کې ویلي وو، چې ډېر ژر به د بې‌اسناده افغان کډوالو د ستنولو دویمه لړۍ پیل کړي.

د پاکستان مخکېني لنډمهالي حکومت د تېر کال په نومبر کې له هغه هېواده د بې‌اسناده افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه عملي کړه او دې ترڅ کې شاوخوا ۶ لکه افغانان اخراج شول.