د طالبانو حکومت حاجيانو ته خپلې پاتې پيسې بېرته ورکوي

له ارشيفه د يو شمېر افغان حاجيانو انځور

د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو وزارت وایي، د هغو حاجیانو چې سږکال یې د حج په مراسمو کې ګډون کړی و، پاتې پیسې هغوی ته بېرته ورکوي.

د دې وزارت سرپرست مولوي نور محمد ثاقب پرون سه‌شنبې په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل، د حاجیانو د پیسو د ورکړې بهیر له نن چهارشنبې څخه پیلیږي.

د هغه په خبره هر حاجي ته به ۳۷ ډالره اضافي پیسې بېرته ورکړل شي، خو دا یې ونه ویل چې دغه پیسې د ټولو لګښتونو له کومې برخې سپما شوي دي.

دې وزارت سږکال له هر حاجې نژدې درې زره او نهه سوه ډالر اخیستي و.

د حج او اوقافو سرپرست وزیر همدارنګه ژمنه وکړه چې، راتلونکې کال به له افغانستان څخه د حاجیانو سهمیه له دېرش زرو څخه څلوېښت زرو ته لوړه کړي.