توماس وېسټ کابل کې د دوشنبې د ورځې بريد غندلی

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی، توماس وېسټ

د افغانستان لپاره د امریکا د متحده‌ایالتونو ځانګړي استازي ټوماس وېسټ په کابل کې د دوشنبې د ورځې برید غندلی دی.

نوموړي بېګا ناوخته په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي، متحده‌ایالات په کابل کې د دوشنبې د ورځې تروریستي برید چې د ده په خبره یوه ځانمرګي ترسره کړ، په کلکه غندي.

هغه ليکلي: "موږ له ټپي شویو او هغو سره چې خپل عزیزان له لاسه ورکړي، خپله خواخوږي څرګندو."

هغه همدارنګه ویلي چې، د بې‌ګناه خلکو په نښه کول، هیڅ توجیه نه‌لري.

په دغه خونړي برید کې چې د کابل د امنیتي چارواکو په وینا لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي، مسوولیت یې د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې اخیستی دی.

داعش په یوه بیان کې چې د دې ډلې اړوند اعماق رسنۍ خپور کړی ویلي، دا برید یې د کابل په قلعه بختیار سیمه کې پر هغو مستنطقینو او کارکونکو چې کار ته روان و د دې لپاره کړی، چې د طالبانو د حکومت په زندانونو کې د بندیانو په ځانګړې توګه د هغو چې په وروستیو کې په بګرام کې احیا شوي زندان ته لېږدول شوي، غچ واخلي.