کابل کې د وروستي بريد مسوولیت اسلامي دولت ډلې یا داعش ومانه

له ارشيفه د کابل دارلامان سړک باندې د چاودنې يو انځور

د رویټرز خبري آژانس د راپور له‌مخې، داعش پر خپله ټلېګرام پاڼه په یوه بیان کې ویلي، د دې ډلې یوه غړي خپل له چاودېدونکو موادو ډک واسکټ والوځاوه.

له‌دې مخکې د کابل ښار لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي و، ياد برید کې د یوې مېرمنې په ګډون شپږ تنه وژل شوي او دیارلس نور ټپیان شول.

دا حمله پرون د کابل د شپږمې ناحیې په قلعه بختیار سیمه کې د لویې څارنوالۍ د دفتر مخې ته وشوه.

داعش ډله په کابل کې د یوې بلې خونړۍ حملې مسوولیت داسې مهال مني چې طالبان وايي دا ډله ځپلې شوې او نور په افغانستان کې فعالیت نه‌لري.

په تېرو درې کلونو کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي دي، داعش ډلې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ګڼو حملو مسوولیت منلی دی.