چین او روسیې په امنیت شورا کې د طالبانو د امربالمعروف قانون له غندلو سره مخالفت کړی

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د عمومي غونډې انځور

چین او روسیې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له هغې اعلامیې سره مخالفت کړی چې د ښځو په اړه د طالبانو د امربالمعروف د نوي قانون د غندنې لپاره خپرېده.

ټاکل شوې وه چې امنیت شورا د زمري په ۳۱ په دې اړه یوه ګډه اعلامیه خپره کړي، خو امنیت شورا پرون په یوه بیان کې وویل، د طالبانو د امربالمعروف پر قانون د انتقادي اعلامیې له صادرېدو سره د دې شورا دوو دایمي غړو مخالفت وکړ.

په بیان کې د دې هېوادونو نومونه نه دي یاد شوي، خو ویل شوي دي چې د دوی استدلال دا و چې د امربالمعروف قانون د افغانستان کورنۍ مسئله ده.

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون چې ښځې، د مخ په ګډون د ټول ځان پر پوښلو مکلفوي او له کوره بهر حتي د هغو پر غږ لا بندیز لګوي، د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د مدافع ډلو له پراخو انتقادونو سره مخامخ شو.