جان‌ هیلي: د بریتانیا د ځینو وسلو د صادراتو ځنډول به د اسراییل امنیت کمزوری نه کړي

د بریتانیا دفاع وزیر جان هیلي

د بریتانیا دفاع وزیر جان هیلي وايي چې اسراییلو ته د دې هېواد له‌خوا د ځینو وسلو د صادراتو ځنډول به د اسراییل امنیت کمزوری نه کړي.

د بریتانیا حکومت د اسراییلو لپاره د وسلو له ټولو ۳۵۰ جوازونو څخه ۳۰ هغه یې وځنډول ځکه داسې اندېښنې وې چې ښايي دا وسلې به د غزې په جګړه کې د بشري حقونو له نړیوالو اصولو په سرغړونو کې کار وکارول شي.

د اسراییلو د دفاع وزیر یواف ګالانت د دې اقدام په غبرګون کې خپګان وښود او په غزه کې د اسراییلي برمته‌وو د وژل کېدو د وخت حساسیت ته په پام سره یې د بریتانیا پر دې پرېکړې انتقاد وکړ.

د بریتانیا د دفاع وزیر ویلي چې د اسراییل د ملاتړ په برخه کې د بریتانیا دریځ نه بدلېدونکی دی، خو هغه دا ومنله چې د بریتانیا اقدام پر ګالانت ښه نه دی لګېدلی.