د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهان: ایران دې سمدستي د اعدام سزاوې ودروي

ارشیف

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو د ایران پر اسلامي جمهوریت غږ کړی چې سمدستي د اعدام سزاوې ودروي.

دوی دا خبرداری وروسته له هغه پرون ورکړ چې په اګست میاشت کې په ایران کې د اعدام شویو کسانو شمېر ۹۳ تنو ته ورسېد.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ دفتر د دوشنبې په ورځ (د سپتمبر ۲مه) په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دې ادارې د کارپوهانو له‌خوا د راټولو شویو او ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ، د اعدامونو شمېر چې په جولای کې ۴۵ تنه وو په اګست کې لږ تر لږه دوه برابره شوی.

په ایران کې د روان کال له پیل راهیسې د اعدام شویو کسانو شمېر له ۴۰۰ څخه اوښتی دی او لږ تر لږه ۱۵ تنه یې ښځې دي.

په دې ډله کې نږدې دېرش افغانان هم شامل دي.

اکثر اعدام شوي له مخدره موادو سره د تړلو جرمونو په تړاو دي.

خو اندېښنې دي چې د ایران رژیم خپل سیاسي مخالفین او ګڼ هغه کسان هم اعدام کړي چې د حکومت ضد مظاهرو پر مهال نیول شوي.