د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو له‌خوا له بشري حقونو د سرغړونو دوام وغانده

په افغانستان کې وسله‌وال طالبان

د بخښنې نړیوال سازمان پرون دوشنبې په یوه اعلامیه کې طالبان په دې وغندل چې له واک ته رسېدو درې کاله وروسته لا هم "د بشری حقونو سرغړونه، د جنسیت پر بنسټ تعقیب، شکنجې، خپلسره نیونو او سانسور" ته دوام ورکوي.

دې سازمان په طالبانو غږ وکړ چې په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې پای ته ورسوي.

په بیان کې راغلي، "په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسېدو راوروسته، په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې مخ په زیاتېدو دي.

د بخښنې د نړیوال سازمان په وینا، افغان ښځې د عامه ژوند له ټولو برخو څخه ایستل شوي او دا په داسې حال کې ده چې ناوړه چلند لکه شکنجه، خپلسره نیونې، اجباري بې درکۍ او سانسور په خلاص لاس دوام لري.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د یوې خپلواکې قضایي قوې نشتوالی په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت خراب کړی او قربانیان یې عدالت ته له لاسرسي څخه محروم کړي دي.