آی‌او‌ایم: د اګست د ۱۹مې او ۲۵مې تر منځ له افغانستان څخه تر ۷۲زره ډېر کسان وتلي

ارشیف: د تورخم دروازې ته څېرمه د پاکستان اړخ کې یو امنیتي کس د افغانانو د اسنادو د چېک کولو پر مهال لیدل کېږي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان یا "آی‌او‌ایم" وايي چې د اګست له ۱۹مې او ۲۵مې تر منځ له افغانستان څخه تر ۷۲زره ډېر کسان وتلي دي.

د دغه سازمان د راپور پر اساس، په یاده موده کې تر ۶۴زرو ډېر کسان له بېلابېلو هېوادونو بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

"آی‌او‌ایم" پرون دوشنبې همداراز ویلي چې په دې اوونۍ کې افغانستان ته د ستنو شویو کسانو په منځ کې ۵۹ سلنه هغه افغانان دي چې له ایران څخه ایستل شوي دي.

خو په همدې موده کې د وتلو کسانو ۵۳ سلنه هم ایران ته تللي دي.

د راپور له مخې، په دې موده کې له ایران څخه تر ۳۸۰۰۰ ډېر افغانان او له پاکستان څخه تر ۲۶۰۰۰ ډېر افغانان افغانستان ته راستانه شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي، له ایران څخه په راستنو شویو کسانو کې ۱۸ سلنه ښځې او د ۱۸ او ۵۹ کلونو ترمنځ کسان دي.

یاد سازمان زیاتوي، افغانان په عمده ډول د اقتصادي دلایلو، درملنې او د کورنیو د غړیو د لیدلو لپاره ایران او پاکستان ته تللي دي.