د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي چې نن سې شنبې د افغانستان د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د تېزو بارانونو، د اوبو د کچې د لوړېدلو او د سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی.
د دغه وزارت له خبرپاڼې سره سم، د ناڅاپي اورښتونو او سېلابونو د راوتلو ډېر اټکل د کابل او هلمند په سیندیزو حوزو کې شوی دی.
په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې د سېلابونو او اوبو د کچې د لوړېدو احتمال په ځانګړي ډول د کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، غزني، خوست او پکتیکا په سيندونو او خوړونو کې ډېر دی.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت له هغو خلکو چې د یادو سیندونو پر غاړو هستوګن دي، غوښتي احتیاطي تدابیر ونیسي او د سیل د راوتلو په صورت کې د سیند له غاړو لېري شي.