د جرمني ختیځ کې سیمه‌ییزې ټاکنې؛ اې‌ایف‌ډي ګټونکی بلل کېږي

په جرمني کې یو کس د سیمه‌ییزو ټاکنو کې د رایې اچونې پر مهال

نظر پوښتنې ښيي چې د جرمني د ختیځ د دوو ایالتونو په پرونیو سیمه‌ییزو ټاکنو کې د جرمني لپاره ښي اړخی بدیل ګوند یا "اې‌ایف‌ډي" ګټونکی دی.

د جرمني ښي اړخی بدیل ګوند د کډوالو خلاف تګلاره لري او د دوی بریا څو ورځې وروسته تر هغه راپور کېږي چې جرمني په تېرو درېیو کلونو کې د لومړي ځل لپاره ۲۸ افغانان کابل ته ډيپورت کړل.

که چېرته دغه ګوند د ایالتونو په کچه دغو ټاکنو کې بریالی کېږي، له دویمې نړیوالې جګړې وروسته به د ښي اړخي ګوند لومړنۍ بریا وي.

د دغه ګوند بریا د جرمني په راتلونکو ملي ټاکنو کې چې څه باندې کال وروسته ترسره کېږي، د دوی د بریا یو شین څراغ دی.

خو داسې برېښي چې سیال ګوندونه به دغه ښي اړخی ګوند سره ایتلاف ته زړه ښه نه کړي، ځکه چې دوی دغه ګوند افراطي او د ډیموکراسي خلاف ګڼي.

نظر پوښتنو کې ویل شوي چې ښي اړخي ګوند په تورینګن او زاکسن ایالتونو په ټاکنو کې تر نورو مخکې دی.