روسیه کې د هیليکوپټرې لوېدو پېښه؛ د ۱۷ کسانو مړي موندل شوي

یوه ایم۱۸ MI-8 هلیکوپټره د شنبې په ورځ ولوېده چې ۱۹ سورلۍ او درې عمله په‌کې وه.

د روسیې د کامچاتکا په سیمه کې د یوې هیليکوپټرې تر لوېدو یوه ورځ وروسته د اولسو کسانو مړي وموندل شول.

یوه ایم۱۸ MI-8 هلیکوپټره د شنبې په ورځ ولوېده چې ۱۹ سورلۍ او درې عمله په‌کې وه.

د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت ویلي، ټول ۲۲ کسان به مړه شوي وي.

د تاس دولتي خبري اژانس ویلي، هیليکوپټره په یوه غونډۍ لګېدلې ده.

چارواکو ویلي، هیلیکوپټره د ویتاز-ایرو هوايي شرکت اړوند وه چې له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې د مسافرو او ګرځندویانو په لېږد بوخته وه.

چارواکو وویل چې د خوندیتوب د احتمالي سرغړونې په اړه تحقیقات روان دي.