ملګري ملتونه: افغانستان اوس هم ۳.۲ میلیونه کورني بې‌ځایه شوي خلک لري

ارشیف: په افغانستان کې کورني بې ځایه شوي خلک

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا "ایواین‌ایچ‌سي‌آر" وايي، په افغانستان کې د جګړې له پای ته رسېدو سره سره لا هم دغه هېواد درې میلیونه او دوه لکه کورني بې ځایه شوي خلک لري.

دې سازمان پرون په افغانستان کې د امنیتي وضعیت په اړه یو راپور خپور کړ چې د دغو کسانو د بې ځایه کېدو اصلي لامل یې نښتې یادې کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ دا هم ویلي چې اوسمهال نږدې شپږ میلیونه نور افغانان د ایران او پاکستان په ګډون د سیمې په هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند تېروي.

د ملګرو ملتونو ادارې زیاته کړې چې کډوال او پناه غوښتونکي د پناه غوښتنې د قوانینو د نشتوالي او خپلو اساسي حقونو ته د محدود لاسرسي له امله تر ټولو زیانګالي خلک دي.