د طالبانو د عدلیې وزارت په کابل کې د دریو خیریه موسسو، یوې ټولنې او یوې شورا فعالیتونه بند کړل.
دغه وزارت د یکشنبې په ورځ په خپله ویبپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې دغه بنسټونه د رسمي جوازونو د نشتوالي، د جوازونو د مودې د ختمېدو او نورو سرغړونو له امله تړل شوي دي.
د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي چې په دوو وروستیو میاشتو کې یې د اتلسو ټولنو، ۱۵ خیریه بنسټونو او یوې شورا فعالیتونه ارزولي دي.
د طالبانو حکومت تر دې مخکې هم ګڼ بنسټونه او موسسې تړلي خو اندېښنې دي چې د تخنیکي دلایلو ورهاخوا طالبانو په سیاسي ملحوظاتو دا بنسټونه تړلي.